د سوریې کړکېچ او پایلې
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 


وروسته له هغه، چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې په ۱۵ نېټه د سوریې په حما ښار کې ۴۰ تنو د دولت پر وړاندې لاس پر لاریون پور کړ، په لومړیو کې د سوریې دولت انګېرنه دا وه، چې دغه لاریون به وځپي، چې د دغو څلوېښتو لاریون کوونکو په ځپلو سره نه یوازې لاریون پای ته و نه رسېد؛ بلکې د جبله، لاذقیه، درعا، حمص او پلازمینې دمشق په څېر نورو ښارونو ته هم وغځېدل. په لومړيو کې لاریون سوله­ییز و او لاریون کوونکو د اونۍ په بېلابېلو ورځو په ځانګړي توګه د جمعې په ورځو کې د مقاومت جمعه، د عزت جمعه، د شهیدانو جمعه، د مبارزې جمعه، د خپلواکۍ جمعه ... په نامه خپلو اعتراضونو او لاریونونو ته دوام ورکاوه او د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې اوسنۍ دولت له منځه تللو غوښتنه یې کوله؛ خو د دغو لاریونونو او اعتراضونو پر وړاندې د بشارالاسد دولت پوځي ځواکونه او ټانکونه مقابلې ته راووتل او په کلکه یې وځپل.

۱ . بهرنۍ لاسوهنې او له مخالفینو څخه د سیمې او لوېدیځو هېوادونو ملاتړ

د پاڅون په لومړیو کې امریکا، برېټانیا، پرانسې او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو او د سعودي عربستان، د عربو متحده اماراتو، ترکیې او قطر په څېر د سیمې هېوادونو او ملګرو ملتونو له بشارالاسد څخه غوښتنه وکړه، څو د پاڅون کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او په سوله­ییزه توګه دې واک پرېږدي هغه څه، چې د بشارالاسد له لوري په کلکه رد شول.

د مخالفینو د ځپلو په دوام سره لوېدیځو او د سیمې یو شمېر هېوادونو نېغ په نېغه له مخالفینو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د بشارالاسد د ګوښه کېدو غوښتونکي شول، چې دغه لړۍ اوس هم دوام لري.

له مخالفینو څخه د ملاتړ لاملونه:

·       عربي هېوادونه: په ۱۹۷۰ کال کې کې هغه مهال، چې حافظ الاسد د کودتا له لارې د سوریې واک تر لاسه کړ، نو د ده د دولت بنسټ عرب ملت­پالنه وه، چې په دې سره یې د عربي هېوادونو ترمنځ محبوبیت تر لاسه کړ او له اسراییل سره د عربي هېوادونو د جګړې پر مهال و توانېد د جولان غونډۍ له اسراییل څخه تر لاسه کړي، چې په دې سره یې د عربي هېوادونو ملاتړ لا زیات شو؛ خو په ۲۰۰۰ زېږدي کال کې حافظ الاسد ومړ او په ۲۰۰۱ کال کې د ده زوی بشارالاسد واک تر لاسه کړ. د بشارالاسد واک ته رسېدو سره له ایران سره د سوریې پخوانی اړیکې، چې د د حافظ الاسد د واکمنۍ پر مهال ټینګې شوې وې؛ لا نږدې شوې، چې د عربي هېوادونو په ځانګړي توګه د سعودي عربستان د اندېښنې لامل شوې. یو شمېر عربي هېوادونه په سیمه کې د شعیه مذهبو د واک  او د دوی د نفوذ مخنیوي په موخه د بشارالاسد د رژیم نسکورېدو هڅې کوي. همدا راز یو شمېر هغه عربي هېوادونه، چې دولت ضد لاریونونه په کې پیل شوي نه دي  په ځانګړي توګه سعودي عربستان له دې وېري، چې دغه پاڅونونه د دوی هېوادونو ته و نه غځېږي او په سوریه کې د ایران نفوذ ته د پای ټکی کېږدي د دغه هېواد له پاڅون کوونکو څخه ملاتړ کوي. د پاڅون کوونکو د بریا په صورت کې به پر سوریه د علویانو واکمني، چې د دغه هېواد یوازې ۱۲ سلنه وګړي دي پای ته ورسېږي.

 

·       ترکیه: په ترکیې کې د عدالت او پراختیا ګوند واک ته له رسېدو وروسته د دغه ګوند بهرنی سیاست په ځانګړي توګه له ګاونډیو هېوادونو سره سیاست داسې تنظیم شو، چې باید له ګاونډیو سره خپلې شخړې صفر ته ورسوي. د همدغه سیاست پر بنسټ له سوریې سره د ترکیې اړیکې ډېرې نږدې شوې، چې په سوریې کې د پاڅون له پیل څخه وړاندې د دواړو هېوادونو سوداګریزې راکړې ورکړې ملیونونو ډالرو ته رسېدې. سربېره پر دې، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ د اسکندرون یا هاتای سیمې مالکیت او د دجله او فرات سیندونو اوبو پر سر اختلاف لري، چې دغه اختلاف په ۱۹۸۹ زېږدي کال کې د جګړې تر بریده ورسېده؛ خو د بشارالاسد واک ته رسېدو سره دواړو هېوادونو هڅه وکړه، چې اختلافات راکم کړي، چې په ترڅ کې یې لومړی د بشارالاسد مرستیال ترکیې ته لاړ او له خپل ترکي سیال سره له لیدو کاتو وروسته د خپل هېواد ددوستۍ پيغام یې ترکیې ته وړاندې کړ، چې له هغه وروسته بیا یو شمېر ترکي چارواکو هم سوریې ته سفر درلود؛ خو په سوریې کې له پاڅون څخه وروسته د ترکیې دریځ بدل شو. په لومړیو کې ترکیې د غوښتنو او خبرداریو له لارې هڅه وکړه، څو د سوریې ناورین ته د پای ټکی کېږدي، چې د بشارالاسد له لوري هېڅ ډول پاملرنه ورته و نه شوه. دغه مسئله د دې لامل شوه، څو ترکي چارواکي تر یوه بریده له بشارالاسد څخه مخ واړوي؛ خو لک څنګه، چې د سوریې اوسنی دولت له ایران سره نږدې اړیکې لري او ایران په سیمه کې د خپل د نفوذ د پراخوالي په هڅه کې ده ترکیه د ایران د نفوذ او د سوریې دولت مخالفینو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه د بشارالاسد پر وړاندې ودرېده؛ ځکه ترکیه په اسلامي نړۍ کې د یوې بېلګې هېواد په توګه را څرګنده شوې ده، چې د دغه بېلګې پر وړاندې ایران ستر خنډ دی.

 

·       امریکا او لوېدیځ هېوادونه: به منځني ختیځ کې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو لپاره د نورو اړیتاوو ترڅنګ اړینه مسئله د اسراییل امنیت دی. سوریه په سیمه کې د ایران نږدې ملګرې او د اسراییل دښمن هېواد دی، چې امریکا او ور سره مله هېوادونه غواړي سوریې دولت په له منځه وړلو سره د تر یوه بریده د اسراییل امنیت خواندي او ایران یوازې پرېږدي. همدا راز لوېدیځ هېوادونه د ملکي کسانو مرګ ژوبلې مخنیوي او سوریې اوسېدونکو د ژوند د لومړنیو امکاناتو برابرولو لپاره هم د بشارالاسد نظام پر وړاندې درېدلې ده؛ ځکه په سوریې کې ټول واک د بشارالاسد د کورنۍ او بعث ګوند په لاس کې دي.

۲ . د مخالفینو پر وړاندې د بشارالاسد له دولت څخه د ځینو هېوادونو ملاتړ

په سوریې کې د پاڅون له پیل څخه تر دې مهاله، چې شاوخوا ۱۷ میاشتې تېرېږي یو شمېر مشخصو هېوادونو لکه ایران، روسیه او چین په کلکه له بشارالاسد څخه ملاتړ کوي او د مخالفینو ځپلو په موخه یاد شوي هېوادونه له اسد سره خپلې مرستې جاري ساتلي دي. په تېرو نهو میاشو کې چین او روسیې درې ځله د ملګرو ملتونو په امنیت شورا د سوریې پر وړاندې د پرېکړه لیک مسوده وټو کړې. همدا راز ایران په خپل ټول مالي او تبلیغاتي توان سره د سوریې له اوسني دولت څخه ملاتړ کوي.

د سوریې له اوسني نظام څخه د ملاتړ لاملونه:

·       ایران: ایران په سیمه کې د سوریې نږدې ملګری او متحد هېواد دی. د دواړو هېوادونو اړیکې هغه مهال لا نږدې شوې، چې د ۱۹۸۰ زېږدي کال په سپټمبر میاشت کې د ایران او عراق ترمنځ جګړه پیل شوه. د دغې جګړې په لړ کې د سوریې واکمن حافظ الاسد له ایران څخه په کلکه ملاتړ وکړ. همدا راز دواړو هېوادونو (سوریه او ایران) کې شیعه مذهبي حاکم دي او د شیعي هلال تر نامه یې د لبنان حزب الله، سوریه، ایران او اوسهال په عراق کې د دغه مذهب واکمني چلېږي. د دغه هلال مشري د ایران پر غاړه ده، چې غواړي بحرین هم د خپل نفوذ په سیمه کې را دننه کړي. له همدې امله ایران هېڅ­کله نه غواړي، چې په سیمه کې خپل نږدې ملګری له لاسه ورکړي. بل ټکی، چې ایران یې له امله د بشارالاسد کلک ملاتړ کوي د اسراييل پر وړاندې د دواړو هېوادونو ګډ دریځ دی. که چېرې بشارالاسد له واک څخه لرې کړی شي ایران به په یو ډول سره د اسراییل، امریکا او یو شمېر عربي هېوادونو پر وړاندې یوازې پاتې شي؛ ځکه د لبنان حزب الله د ایران زېږنده ده او د سوریې په پرتله کمزوری دی. پاتې عراق شو، چې اوس مهال په کورني کړکېچ کې ښکېل دی او د کورنۍ جګړې خواته روان دی. د لبنان حزب الله او یا هم عراق په هېڅ صورت سره نه شي کولای ایران لپاره د سوریې ځای ناستي شي.

 

·       چین: له سوریې څخه د چین ملاتړ او دا، چې په تېرو نهو میاشتو کې یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې پر وړاندې د پرېکړه لیک مسوده درې ځله رد کړې ده. د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد غواړي د اقتصادي ډګر ترڅنګ په سیاسي ډګر کې هم فعال و اوسي. همدا راز په وروستیو کلونو کې د چین او امریکا اړیکو ته په کتو سره دغه هېواد غواړي، چې امریکا په سوریې کې له ماتې سره مخ کړي. چین د امریکا له لوري په آسیا پسیفيک سیمه کې کلا بند شوی دی او د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې د امریکا پام له منځني ختیځ څخه آسیا پسیفیک سیمې ته، چېرې چې د چین د نفوذ سیمه ده اوښتې ده. چېن د سوریې له اوسني دولت څخه په ملاتړ غواړي له یوه لوري خپل سیاسي ځواک لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي توګه امریکا ته څرګند کړي او له بل لوري له امریکا څخه غچ واخلي. همدا راز چین او سوریه د ایډیولوژۍ له پلوه نږدې دي، ځکه په چین کې هم کمونست ګوند حاکم دی او د سوریې اوسنی دولت هم د کمونیستي لیدلوري درلودونکی دی.

 

 

·       روسیه: روسیه سوریه د خپل د نفوذ سیمه ګڼي او نه غواړي، چې د لیبیا په څېر دغه هېواد هم له لاسه ورکړي. له بل لوري سوریه د روسي محصولاتو په ځانګړي توګه د روسي وسلو لپاره تود بازار دی، چې هر کال د ملیونونو ډالرو په ارزښت له دغه هېواد څخه وسلې پیري. روسیه نه غواړي، چې په آسانۍ سره خپل دغه بازار له لاسه ورکړي. همدا راز روسیه په سوریې کې د انرژۍ پروژې لري، چې باید ترې ساتنه وکړي او که چېرې اوسنی دولت ړنګ شو، نو د روسیې د وسلو تود بازار، د نفوذ سیمه او د انرژۍ پروژې دا ټول به یې له لاسه ووځي. بله مسئله، چې د روسیې لپاره د ارزښت وړ ده د طرطوس بندر دی مسکو غواړي، چې دغه بندر د پخوانۍ شوروي واکمنۍ په څېر د روسیې سمندري ځواکونه په واک کې وي، چې اوس مهال هم په یاد شوي بندر کې روسي بېړۍ او روسي ځواکونه مېشت دي.

پایله

د سوریې اوسنیو حالاتو ته په کتو سره ویلای شو، چې اوسنی دولت د ړنګېدو په حال کې دی. په ځانګړي توګه دا، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ويلي دي، چې د حلب جګړه برخلیک ټاکوونکې جګړه ده. اسد ویلي دي، چې د هېواد برخلیک یې له وسله والو مخالفینو سره د دولتي ځواکونه په نښته کې ده. په لنډه توګه د سوریې د اوسني کړکېچ پایلې په لاندې توګه شمېرلی شو:

1.    د بشارالاسد د واکمنۍ د پای وخت نږدې شوی او ډېر ژر به د ده دولت نسکور شي؛

2.    د اسد له نسکورېدو سره په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې رامنځ ته کېدل شونې برېښي؛

3.    شونې ده، چې د کورنۍ جګړې په لړ کې دغه هېواد په څو برخو و وېشل شي؛

4.    د اسد په نسکورېدو سره به د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي توګه امریکا راتلونکې موخه ایران وي؛

5.    ایران او د بشارالاسد ملاتړي به په سوریې کې د خپل نفوذ ټینګښت په موخه پراخې هڅې وکړي؛ خو تر ډېره بریده به مثبتې پایلې و نه لري؛ او

6.    له دې سره به د شمال ختیځ له لوري د اسراییل امنیت خوندي شي؛

 


August 2nd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی